امریکا،چین،روسیه،اروپايي ټولنه د هند او پاکستان پر کړکېچ اندېښنه ښودلې

9 حوت 1397 ساعت 9:47

امریکا،چین،روسیه،اروپايي ټولنه د هند او پاکستان پر کړکېچ اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا شخړه به له کنټروله و وځي.


 امریکا،چین،روسیه،اروپايي ټولنه د هند او پاکستان پر کړکېچ اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا شخړه به له کنټروله و وځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا، روسیې، چین او اروپايي ټولنې ټینګار کړي، چې د اټمي وسلو لرونکو هند او پاکستان ترمنځ شخړه به ښايي له کنټروله بهر شي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي،  سرپرست دفاع وزیر پاټریک شاناهان د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالې پر راکمولو تمرکز کوي.
پاټریک شاناهان له دواړو هېوادونو څخه يې غوښتي دي چې د یو بل پر ضد نور پوځي ګامونه پورته نه‌ کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسولې فډریکا موګریني هم ویلي، چې هند او پاکستان باید له پوره زغمه کار واخلي او خبرداری یې ورکړی، چې د شخړې زیاتېدا ښايي د ټولې سیمې لپاره خطرناکې پایلې ولري.

چین هم په دې اړه اندېښودلې خو هیله یې څرګنده کړې، چې نوي ډیلي او اسلام‌اباد به د وضعیت د لاخرابېدو د مخنیوي لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

په ورته وخت کې روسيې هم پر دواړو هېوادونو غږ کړی دی له زغم نه کار واخلي او د شخړې په هواري کې يې د منځګړتوب وړاندیز کړی دی.

باید و ویل شي، چې د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، چې په هندي کشمیر کې پر هندي ځواکونو ځانمرګی برید وشو او کابو سلو سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

د دغه برید مسوولیت جیش محمد وسله والې ډلې پر غاړه واخیست، چې د هند په وینا دغه ډله په پاکستان کې ده او د دغه هېواد استخبارات او پوځ یې ملاتړ کوي.

پاکستان په پېښه کې لاس لرل رد کړل، خو څو ورځې وروسته هندي الوتکو د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د جیش محمد پر مرکزونو بریدونه وکړل او ویې ویل، چې د دغه ډلې تر ټولو ستر مرکز یې له منځه وړی.

د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی په دې پای ته ونه رسېد، بلکې تېره ورځ پاکستان و ویل، چې د هند دوه الوتکې یې ویشتې او یو پیلوټ یې ژوندی نیولی دی.

هند د پاکستان له خوا د دوی د دوه الوتکو ویشتو خبر در کړی خو ویې ویل، چې یوه الوتکه یې نسکوره شوې او پیلوټ یې ژوندی نیول شوی دی.

د هند پوځي چارواکو دا هم و ویل، چې دوی هم د پاکستان یوه الوتکه رانسکوره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113948

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113948/

جمهور
  https://www.jomhornews.com