له دوه ورځني ځنډ وروسته ټاکل شوې د امریکا او طالبانو پلاوي بیا پر افغان سولې د قطر پلازمېنه دوحه کې سره جرګه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دواړو لورو تر منځ خبرې د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ پیل شوې وې، چې د چهارشنبې په ورځ پرته له کومې موافقې پای ته ورسېدې، خو دواړو لورو ویل، چې پرمختګ په کې شوی.
دواړو لورو دا هم ویلي، چې خبرو کې تر شنبې د کب ۱۱ مې پورې وقفه راغلې او نن به دغه خبري بیا پیل شي.
په تېره ناسته کې طالبانو او امریکا پر څلورو مهمو موضوعاتو، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل، له ترهګرو ډلو سره د طالبانو هر ډول اړیکې پرېکول، اوربند او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وشوې.
خو وروسته خلیلزاد او طالبانو و ویل، چې تر اوسه په ویه خبره هم موافقه نه ده شوې او لا هم د میز په سر دي.
دوی به نن بیا پر همدغه څلورو موضوعاتو خبرې کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل