د کابل-کندهار پر لویه لار ګڼ مسافر د واورې ورېدو له امله بند پاتې دي

11 حوت 1397 ساعت 9:17

د جمهور آژانس د خبر له مخې سلګونه موټر، ښځې، ماشومان، ناروغان او مسافر په دغه لار کې له تېرې شپې راهیسې بند پاتې دي.


د کابل کندهار لویه لار د زابل ولایت په شاجوۍ ولسوالۍ کې د سختو واورو او سېلابونو راوتلو له امله د ترافیکي پر مخ تړل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سلګونه موټر، ښځې، ماشومان، ناروغان او مسافر په دغه لار کې له تېرې شپې راهیسې بند پاتې دي.

په واورو کې ایسار مسافر په تلېفوني اړیکو کې له کورنیو سره ویلي، چې خوراکي توکي او د موټر تیل ورخلاص شوي، او که بېړنۍ مرسته ونه شي، خلک به د یخني له امله ژوند له لاسه ورکړي.

مسافر وايي، تر اوسه پورې مرسته ورته نه ده رسېدلي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات هم پر خپله ټوېټر پاڼه ویلي، چې د کابل – کندهار لار د درنو واورو له په شاجوی ولسوالۍ کې د ترافیکو پر مخ بنده ده.

نوموړي دا هم ویلي، چې سلګونه مسافر په سیمه کې ایسار پاتې دي، خو د ژوغورنې عملیات یې پیل شوي او ډېر ژر به خوندي ځایونو ته ورسول شي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال وايي، د زابل امنیه قوماندانۍ او د پولیسو ځانګړې قطعې ته یې د چټک اقدام کولو امر کړی دی.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې پولیس او د ژغورنې امله به د خلکو په ژغورلو کې هېڅ ډول غفلت ونه کړي.

بل خوا د د سالنګونو لویه لار هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې او د دغه لارې ساتنې ادارې خبرداری ورکړی، چې په سالنګونو کې سختې واورې او باد به د نن ورځې تر پای پورې دوام وکړي.

دوی د لویې لارې مسافرو ته خبرداری ورکړی، چې د لارې تر بشپړ خلاصېدو او واورې درېدو پورې پر دغه لار له تګ څخه ډډه وکړي.

د سالنک د لویې لارې ساتنې اداره وايي، دوی د لارې پاکولو کار پیل کړی او ډېر ژر به دغه لار خلاصه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113985

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113985/

جمهور
  https://www.jomhornews.com