۰

کندهار کې سختو باروانونو او سېلابونو خلکو ته زیان اړولی دی

شنبی ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۳
په کندهار ولایت کې د وروستیو سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې خلکو ته یې د مالي او ځاني زیان اوښتو ګواښ او وېره ډېره کړې ده.
کندهار کې سختو باروانونو او سېلابونو خلکو ته زیان اړولی دی
په کندهار ولایت کې د وروستیو سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې خلکو ته یې د مالي او ځاني زیان اوښتو ګواښ او وېره ډېره کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له وړمې ورځې راهیسې د هېواد د یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون په کندهار ولایت کې سخت بارانونه ورېدلي، چې له پرون راهیسې ورښت خورا ډېری شوی او په ځینو سیمو کې سخت سېلابونه راوتلي دي.

که څه هم تر اوسه د ځاني او مالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د کندهار خلک له زیان اوښتو په وېره کې دي او د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

په ځینو سیمو کې خو ان د سېلابونو راوتلو له امله خلک له سخت ګواښ سره مخ شوي، چې ځايي ادارې، افغان پوځ یې ژغورلو هڅې پیل کړي دي.

د کندهار مرستیال والي او هلته پوځ د هوايي لوا قوماندان هغه ولسوالیو ته تللی، او د خلکو په ژغورولو یې لاس پورې کړی، چې سېلابونه په کې راوتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل کندهار لویه لار هم د زابل ولایت په شاجوۍ ولسوالۍ کې د سختو واورو او سېلابونو راوتلو له امله د ترافیکي پر مخ تړل شوې ده.

سلګونه موټر، ښځې، ماشومان، ناروغان او مسافر په دغه لار کې له تېرې شپې راهیسې بند پاتې دي.

په واورو کې ایسار مسافر په تلېفوني اړیکو کې له کورنیو سره ویلي، چې خوراکي توکي او د موټر تیل ورخلاص شوي، او که بېړنۍ مرسته ونه شي، خلک به د یخني له امله ژوند له لاسه ورکړي.

مسافر وايي، تر اوسه پورې مرسته ورته نه ده رسېدلي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات هم پر خپله ټوېټر پاڼه ویلي، چې د کابل – کندهار لار د درنو واورو له په شاجوی ولسوالۍ کې د ترافیکو پر مخ بنده ده.

نوموړي دا هم ویلي، چې سلګونه مسافر په سیمه کې ایسار پاتې دي، خو د ژوغورنې عملیات یې پیل شوي او ډېر ژر به خوندي ځایونو ته ورسول شي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال وايي، د زابل امنیه قوماندانۍ او د پولیسو ځانګړې قطعې ته یې د چټک اقدام کولو امر کړی دی.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې پولیس او د ژغورنې امله به د خلکو په ژغورلو کې هېڅ ډول غفلت ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي