له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر بیا پیل شو

11 حوت 1397 ساعت 13:17

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ د پیل خبر ورکړی دی.


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ د پیل خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاده اداره وايي، دغه بهیر تر درې میاشتې ځنډ وروسته پرون جمعه د کب ۱۰ مه پیل شوې ده.

 د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړېواله اداره unhcr زیاته کړې، چې دا مهال په پاکستان کې نږدې ۱.۴ میليونه افغان کډوال اوسېږي چې د پاکستان، افغانستان او unhcr د درې اړخیز تفاهم له مخې ورته د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي.

باید و ویل شي، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړېواله اداره له پاکستانه په خپله خوښه ستنېدونکو کډوالو سره یو څه اندازه نقدي مرسته هم کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114000

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114000/

جمهور
  https://www.jomhornews.com