فاریاب کې ۳۰ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

11 حوت 1397 ساعت 13:19

سیمه ییز چارواکو فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د ۳۰ افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


سیمه ییز چارواکو فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د ۳۰ افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته تېره شپه د کب ۱۰مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د ارکلیک په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي.

د قیصار ولسوال رحمت الله قیصاري ویلي، د طالبانو په برید کې د ۱۰ د ملي اردو او پنځه پولیس سرتېري وژل شوي، ۱۰ ملي اردو او پنځه ملي او سیمه ییز پولیس ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا سیمې ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي او په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

طالبانو هم د جګړې او په کې د ۱۲ افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په جګړه کې دوه طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په هلمند ولایت کې هم د افغان ځواکونو پر یوه لوی مرکز د طالبانو په برید کې تر ۳۰ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

چارواکي وايي، په دغه برید کې ۴۰ وسله وال بریدګر هم وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 


د مطلب کود: 114001

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114001/

جمهور
  https://www.jomhornews.com