۰

هند، چین او افغانستان پر ځینو ګډه پروژو کار کوي

شنبی ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۲
د افغانستان، چین او هند تر منځ درې اړخیزه غونډه او په کې پرېکړه شوې، چې درې واړه هېوادونه به په ګډه په افغانستان کې ځینې پروژې کاروي.
هند، چین او افغانستان پر ځینو ګډه پروژو کار کوي
د افغانستان، چین او هند تر منځ درې اړخیزه غونډه او په کې پرېکړه شوې، چې درې واړه هېوادونه به په ګډه په افغانستان کې ځینې پروژې کاروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې تړاو به درې واړه هېوادونه درې اړخیزه غونډو لړۍ هم پیلوي.

په دې درې اړخیزه غونډه کې چې کابل کې جوړه شوې وه ،د هند او چین سفیرانو او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان ګډون کړی و.

درېواړو هېوادونو هوکړه کړې، چې تر ډېره به د کانونو په استخراج، د زراعت پر انکشاف او وده، د کاري ظرفیتونو په لوړولو او دې ته ورته مهمو مسایلو تر ټولو ډېر تمرکز کوي.

باید و ویل شي، چې چین او هند هم تېر میلادي کال هوکړه کړې وه چې په افغانستان کې به ګډې پروژې پيلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي