هند، چین او افغانستان پر ځینو ګډه پروژو کار کوي

11 حوت 1397 ساعت 14:52

د افغانستان، چین او هند تر منځ درې اړخیزه غونډه او په کې پرېکړه شوې، چې درې واړه هېوادونه به په ګډه په افغانستان کې ځینې پروژې کاروي.


د افغانستان، چین او هند تر منځ درې اړخیزه غونډه او په کې پرېکړه شوې، چې درې واړه هېوادونه به په ګډه په افغانستان کې ځینې پروژې کاروي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې تړاو به درې واړه هېوادونه درې اړخیزه غونډو لړۍ هم پیلوي.

په دې درې اړخیزه غونډه کې چې کابل کې جوړه شوې وه ،د هند او چین سفیرانو او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان ګډون کړی و.

درېواړو هېوادونو هوکړه کړې، چې تر ډېره به د کانونو په استخراج، د زراعت پر انکشاف او وده، د کاري ظرفیتونو په لوړولو او دې ته ورته مهمو مسایلو تر ټولو ډېر تمرکز کوي.

باید و ویل شي، چې چین او هند هم تېر میلادي کال هوکړه کړې وه چې په افغانستان کې به ګډې پروژې پيلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114004

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114004/

جمهور
  https://www.jomhornews.com