د هند او پاکستان تر منځ تازه نښته کې ۸ تنه وژل شوي

12 حوت 1397 ساعت 9:05

راپورونه وايي، د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ یو ځل بیا پر پوله نښته رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۸ تنه وژل شوي دي.


راپورونه وايي، د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ یو ځل بیا پر پوله نښته رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۸ تنه وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوی، چې دغه نښته تېره شپه (د کب ۱۱مه) وروسته له هغې رامنځ ته شوه، چې پاکستاني ځواکونو د هند لور ته یو توغندی و ویشت.

هندي رسنۍ وايي، د پاکستان د توغول شوي توغندي له امله څو کورونه ویجاړ شوی او د یوې کورنۍ درې غړي په کې وژل شوي او د هندي ځواکونو په ځوابیه برید کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي دی.

پاکستان هم د خپلو دوه سرتېرو د وژل کېدو پخلی کوی خو ویلي یې دي، د هندي ځواکونو په برید کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

باید و ویل شي، چې د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ هغه مهال زیات شو، چې نېږدې درې اوونۍ وړاندې په هندي کشمیر کې یوه خونړي ځانمرګي برید ۴۴ هندي سرتېري و وژل او همدومره نور یې ټپیان کړل.

د برید مسوولیت جیش محمد وسله والې ډلې پر غاړه واخیست، چې د هند په وینا دغه ډله په پاکستان کې ده او د دې هېواد پوځ او استخبارات یې ملاتړ کوي.

تر دغه پېښې وروسته هند د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د جیش محمد ډلې پر مرکزونو بریدونه وکړل او د هندي چارواکو په وینا تر ۳۵۰ پورې ترهګر یې په کې و وژل.

په پاکستاني کشمیر کې د هند تر برید څو ورځې وروسته هم هند او پاکستان یو د بل خاورې بمبار کړې، چې د دواړو لورو یوې یوې الوتکې هم په کې سقوط وکړ.

پاکستان د هند یو پیلوټ ژوندی ونیو، خو دوه ورځې وروسته یې بېرته هند ته وسپاره.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 114020

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114020/

جمهور
  https://www.jomhornews.com