۰

هند له پاکستان سره د کړکېچ د حل په برخه کې منځګړیتوب رد کړی

یکشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۷
په روسیه کې د هند سفیر وايي، تر چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې عملي او مشخص ګامونه نه وي پورته کړي او د ترهګرو ملاتړ یې نه وي پرښی، هند به په دې برخه کې د هېچا منځګړیتوب ونه مني.
هند له پاکستان سره د کړکېچ د حل په برخه کې منځګړیتوب رد کړی
په روسیه کې د هند سفیر وايي، تر چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې عملي او مشخص ګامونه نه وي پورته کړي او د ترهګرو ملاتړ یې نه وي پرښی، هند به په دې برخه کې د هېچا منځګړیتوب ونه مني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مسکو کې د هند سفیر بالا ونکاتش وارما له رسنیو سره خبرو کې ویلي تر اوسه هېڅ هېواد د هند او پاکستان د کړکېچ په اړه د منځګړیتوب وړاندیز نه دی کړی، خو که یې وکړي هم هند یې نه مني.

د ده په وینا هند ځکه د کوم هېواد منځګړیتوب تر هغې پورې نه مني، تر چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې عملي او مشخص ګامونه نه وي پورته کړي او د ترهګرو ملاتړ یې نه وي پرښی.

دی وايي، که څه هم د ګڼو هېوادونو مشرانو له لومړي وزیر نریندرا مودي سره تلېفوني خبرې کړې، خو د منځګړیتوب هېڅ ډول خبره نه ده شوې.

دی زیاتوي، چې د مودي او پوتین تلېفوني خبرې د هند او پاکستان تر منځ د خبرو اترو زمینې برابرولو په موخه وې، خو ټینګار کوي، چې د هند دریځ معلوم دی او هغه دا چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې عملي اقدامات وکړي.

وارما وايي، هند له پاکستان سره هر ډول خبرو ته تیار دی خو په هغه صورت کې چې پاکستان د نړیوال ترورېزم سره رښتینې مباره وکړي.

د هغه په وینا د روسیې دفاع وزیر سرګي شایګو هم له خپل هندي سیال سره خبرو کې له هند سره خواخوږي ښودلې او دواړو لورو له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی.

روسیه کې د هند سفیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ یو ځل بیا پر پوله نښته رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۸ تنه وژل شوي دي.

دغه نښته تېره شپه (د کب ۱۱مه) وروسته له هغې رامنځ ته شوه، چې پاکستاني ځواکونو د هند لور ته یو توغندی و ویشت.

هندي رسنۍ وايي، د پاکستان د توغول شوي توغندي له امله څو کورونه ویجاړ شوی او د یوې کورنۍ درې غړي په کې وژل شوي او د هندي ځواکونو په ځوابیه برید کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي دی.

پاکستان هم د خپلو دوه سرتېرو د وژل کېدو پخلی کوی خو ویلي یې دي، د هندي ځواکونو په برید کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

باید و ویل شي، چې د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ هغه مهال زیات شو، چې نېږدې درې اوونۍ وړاندې په هندي کشمیر کې یوه خونړي ځانمرګي برید ۴۴ هندي سرتېري و وژل او همدومره نور یې ټپیان کړل.

د برید مسوولیت جیش محمد وسله والې ډلې پر غاړه واخیست، چې د هند په وینا دغه ډله په پاکستان کې ده او د دې هېواد پوځ او استخبارات یې ملاتړ کوي.

تر دغه پېښې وروسته هند د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د جیش محمد ډلې پر مرکزونو بریدونه وکړل او د هندي چارواکو په وینا تر ۳۵۰ پورې ترهګر یې په کې و وژل.

په پاکستاني کشمیر کې د هند تر برید څو ورځې وروسته هم هند او پاکستان یو د بل خاورې بمبار کړې، چې د دواړو لورو یوې یوې الوتکې هم په کې سقوط وکړ.

پاکستان د هند یو پیلوټ ژوندی ونیو، خو دوه ورځې وروسته یې بېرته هند ته وسپاره.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي