۰

اسلامي حزب د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ کې د پاکستان ملاتړ کړی

یکشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۸
د افغانستان اسلامي حزب د هند او پاکستان تر منځ د وروستي تاوتریخوالي او بریدونو په ترڅ کې د پاکستان په پلوی یوه اعلامیه خپره کړې ده.
اسلامي حزب د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ کې د پاکستان ملاتړ کړی
د افغانستان اسلامي حزب د هند او پاکستان تر منځ د وروستي تاوتریخوالي او بریدونو په ترڅ کې د پاکستان په پلوی یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي حزب په اعلامیه کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر ازاد کشمیر بلل شوی او ویل شوي چې په سیمه کې جارحیت هندوستان پیل کړی دی.

که څه هم په اعلامیه کې په واضح ډول دا تور نه دی پورې شوی، چې افغانستان د پاکستان مخالفو وسله والو ډلو ته په خپله خاوره کې ځای برابر کړی، خو ویلي یې دي، چې په کندهار کې مېشتې د بلوچستان یوې بېلتونپالې ډلې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چین په کونسلګرۍ برید کې لاس درلود.

په اعلامیه کې هغه افغانان چې د پاکستان او هندوستان په شخړه کې د هندوستان پلوي کوي، بې دینه او سیکولر بلل شوی او دغه راز یې افغان حکومت کمزوری بللی او ویلي یې دي، چې حکومت باید په نړیوالو مسایلو کې بې پرې و اوسي او له ټولو هېوادونو سره یو ډول سیاست ولري.

د اعلامیې متن چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی:
————
د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه

د هند د هوايي ځواكونو له لوري د آزاد كشمير دننه بمي بريد او د افغانستان پر وضعيت ئې اغېز

پر آزاد كشمير د هند د هوايي ځواكونو بريد سيمه د يوه بل خطرناك جنگ په درشل كي درولې، په مقابل كي ئې د پاكستان فوري عكس العمل او د هند دوه جنگي الوتكي راغورځول او په څو نظامي مركزونو بريد؛ د جنگ د پراخېدو اندېښنې راولاړي كړې.

د هند او پاكستان جنگونه اوږده سابقه لري او له همداسې پېښو راولاړ شوي، پايله ئې له ورانيو او وينو تويېدو پرته بل څه نه وه، له داسي تېريو او جنگونو د شوروي په څېر نړۍ وال ستر ځواك نه يوازي كومه په زړه پوري نتيجه ترلاسه نه كړه بلكي د همغه ستر مغرور ځواك په زوال منتج شو، د ناټو په څېر د يوويشتمي پېړۍ په مډرنو وسلو سنبال ځواك هم ونه توانېدو له دې لاري خپلو موخو ته ورسېږي.

په دې كي هيڅ شك نشته چي هند د پاكستان مخالف ځواكونه؛ كه دا بلوچ او سندي بېلتون خوښي دي او كه تحريك طالبان پاكستان (PTT)؛ له سياسي، مالي او نظامي پلوه پالي، چي ځيني ئې نه يوازي د پاكستان خلاف وسله واله مبارزه كوي بلكي د هند د ستر سيمه ايز حريف چين خلاف وسله وال فعاليتونه لري، په كراچۍ كي د چين پر كنسولگرۍ بريد ئې وروستى مثال دئ چي ويل كېږي مسئوليت ئې كندهار مېشت بلوچ مومنټ پر غاړه واخيست، بل لوري ته پاكستان د آزادي غوښتونكو كشميريانو ملا تړ كوي، د كشمير يوه برخه اشغال شوې گڼي او غوښتنه ئې دا ده چي د دې سيمي ولس ته بايد د خپل برخليك ټاكلو حق وركړى شي او د كشمير تجزيه پاى ته ورسېږي، دواړو هېوادو ته په كار ده چي خپل احساسات سنبال او وضعيت مهار كړي او خپلي ستونزي د رغنده تفاهم له لاري حل كړي او د يوې بلي جگړي په لور له تگ ډډه وكړي.

متأسفانه ځيني بې شعوره او سيكولر افغانان نه يوازي دې جنگ ته خوښ دي بلكي د هند په پلوي او د پاكستان خلاف ستوغي څرگندوني كوي، په داسي حال كي چي افغانان بايد خپلو ملي گټو ته په پام سره له دواړو وغواړي: خپلي ستونزي د بې گټي جنگ پر ځاى د رغنده او سالم رقابت له لاري حل كړئ، افغانستان ته خپل رقابتونه مه راانتقالوئ، د افغانستان له خاوري يو د بل په ضد د گټي اخيستو هڅه مه كوئ.

د كابل ناكام حكومت چي زموږ هېواد ئې د نړۍ والو استخباراتي شبكو د نيابتي جنگ په ډگر بدل كړى، په خپلو كچه اظهاراتو كي د يوه په پلوي او د بل په ضد اعلاميې وركوي، په داسي حال كي چي دا د ملي مصالحو خلاف دريځ دئ، افغانستان بايد د نړۍ له ټولو هېوادو سره متوازن سياست غوره كړي، په بين المللي پېښو كي بې پرې او پر واقعيتونو ولاړ سياست ولري، په هيڅ ستر او سيمه ايز ځواك پوري تړلى نه وي، د تېر څلوېښت كلن پېيلي سياست؛ كه دا د كمونستانو له لوري وو او كه د غربپالو سيكولرو له لوري؛ افغانستان ئې له خونړيو جنگونو سره مخامخ كړ چي په ترڅ كي ئې يو نيم مليون مظلوم افغانان د شوروي ځواكونو د جنگ له كبله او شپږ لكه د ناټو د جنگ له كبله په شهادت ورسېدل. د افغانستان ستراتيژيك موقعيت داسي دئ چي په بهرنيو ځواكونو پوري هر تړلى حكومت به د خپل حامي ځواك د رقيبانو له لوري له تحميل شوي جنگ سره مخامخ وي. گټه به ئې نورو ته رسي او تاوان ئې افغانانو ته.

دا هم بايد واضح كړو چي د دې پېښي په ارتباط همدا د حزب اسلامي له لوري لومړۍ اعلاميه ده، تر دې وړاندي نه كومه اعلاميه صادره شوې او نه كوم مسئول شخص څه ويلي. ځينو وطنپلورو دولتي او غير دولتي كړيو د حزب اسلامي مشر ته داسي جعلي وينا منسوب كړې چي گواكي ويلي ئې دي: افغانان چمتو دي له پاكستان د دفاع په موخه هغه هېواد ته جنگيالي ولېږي!! دا د هغو كمونستانو او سيكولرانو افتراء ده چي نه دين او مذهب لري او نه اخلاق، په سياسي رقابت كي د شرافت او اخلاق ټولي پولي نړوي او دروغ، اتهام او افتراء ورته هنر برېښي!!

حزب اسلامي افغانستان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي