ټاکل شوې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي نن د حکومت له خوا په رسمي ډول معرفي او خپلې دندې پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته نوماندانو وړمه ورځ (جمعه د کب ۱۰مه) په ګډه د ټاکنیزو کمېسیونو ۱۴ تنه غړي او د دارالاانشا رییسان په یوه انتخاباتي پروسه کې وټاکل.
له دې وروسته ویل کېږي، چې ولسمشر په دغه کسانو کې د قومي انډول ساتلو په موخه یوه ورځ وخت غوښتی و، خو اوس ارګ ته ځینې نېږدې سرچینې وايي، د کمېسیونونو نوي غړي به نن یکشنبې د کب ۱۲ مه معرفي شي.
ویل کېږي سید عصمت الله مل، اورنګزیب، حوا علم نورستاني، حبیب الرحمن ننګ، زهره شینوارې، او د قطب الدین رویدار او نجیب الله کاموال تر منځ یو له هغو د پښتون قوم څخه دي.
دغه رراز مولانا محمد عبدالله، ګیتي روئین کوهستاني او مولوي دین محمد عظمیي له تاجک قوم، ډاکتر محمد قاسم الیاسي، چمن شاه اعتمادي او د محمد ذاکر ذکي او یا محمد حنیف دانشیار له هزاره قوم او مسافر قوقندي او محمد یونس طغرا له ازبک قوم څخه دي.
جمهورخبري آژانس:کابل