کابل کې شپږ تنه د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق په تور نیول شوي

12 حوت 1397 ساعت 13:15

له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو شپږ تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې ډول د نشه يي توکو او وسلې د قاچاق په تور په کابل کې نیولي دي.


له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو شپږ تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې ډول د نشه يي توکو او وسلې د قاچاق په تور په کابل کې نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر مخې د کورنیو چارو وزارت نه نن یکشنبې د کب ۱۲ مه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه کسان د کابل په پغمان ولسوالي او څرخي پله سیمه او خوست ولایت نیول کې شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د پغمان ولسوالۍ په شپږمه حوزه کې درې تنه له ۱۴ کیلوګرامه هیروئین، پنځه کیلوګرامه شیشه او پنځه پاکټه نشه کوونکو ګولیو سره نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، یو تن بیا له یو میل تومانچې او ۲۵۲ فیره مرمیو سره د کابل ښار د څرخي پله په سیمه کې نیول شوي دي.

دغه راز کورنیو چارو وزارت وايي، له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په خوست ولایت کې هم دوه تنه د ۳۹ پوړۍ نشه يي توکو د پلور پر مهال نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114033

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114033/

جمهور
  https://www.jomhornews.com