۰

د کندهار د شاولی کوټ لپاره د طالبانو نظامي مسوول وژل شوی

یکشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۷
په سویل کې د پوځ چارواکي وايي، د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د کندهار د شاولی کوټ لپاره د طالبانو نظامي مسوول وژل شوی
په سویل کې د پوځ چارواکي وايي، د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عیسی ویلي افغان هوايي ځواک د شاولي کوت ولسوالۍ د وچ باختو په سیمه کې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په طالبانو برید کړی دی.

نوموړی وايي، په دغه هوايي برید کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول تور نقیب الله له ۸ نورو طالبانو سره وژل شوی او ۹ نور ټپیان شوي دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي