۰

په کندهار ولایت کې د وروستیو سېلابونو زیانونه

دوشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۱
په کندهار ولایت کې د ورستیو سېلابونو له امله ۷۰۰۰ زره جرېبه زراعتي ځمکه، ۴۸۸۳ کورونه، جوماتونه، ښوونځي، څاګان او کاریزونه ویجاړ شوي دي.
په کندهار ولایت کې د وروستیو سېلابونو زیانونه
په کندهار ولایت کې د ورستیو سېلابونو له امله ۷۰۰۰ زره جرېبه زراعتي ځمکه، ۴۸۸۳ کورونه، جوماتونه، ښوونځي، څاګان او کاریزونه ویجاړ شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت والي حیات الله حیات د دغه څرګندونو تر څنګ وايي، سېلابونو تر ۲۵ پورې کسان وژلي او پنځوس کسه ټپیان شوي دي.

د ښاغلي حیات په خبره ولسمشر غني تېره ورځ د ویډیويي کنفرانس له لارې ورته سپارښتنه کړې، چې له ولایتي امکاناتو په استفادې له خلکو سره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، دوی د بېړنۍ مرستې رسونې پر چارو کار کوي او هڅه کوي اړمنو کسانو ته پر وخت او له خپلې وسې سره سم مرستې ورسوي.

باید و ویل شي، چې وروستیو بارانونو او سېلابونو نه یوازې په کندهار، بلکې په زابل، هلمند، فراه او هرات ولایتونو کې هم خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په همدې خاطر د ولسمشر غني په مشرۍ تېره ورځ په ارګ کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه یوه غونډه جوړته شوې وه.

په دغه له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه د سوق او ادارې مرکز جوړ کړی دی.

ارګ وايي، په دغه غونده کې د هغه ولایتونو وضعیت و ارزول شو، چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله زیانمن شوي دي.

په غونډه کې، زابل، کندهار، فرا، هلمند او هرات هغه ولایتونه ښودل شوي، چې سېلابونو په کې سخت ځاني او مالي زیان اړولی او دغه راز په نورو ولایتونو کې هم د سېلابونو راوتلو په اړه خبرداری ورکړی شوی دی.

ولسمشر غني ویلي، چې پېښو ته د رسیدګۍ په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم په مشرۍ د اړوندو ملکي او نظامي ادارو په ګډون د مرستو د سازماندهۍ او انسجام په خاطر د سوق او ادارې مرکز ایجاد او د اجرائیه رئیس په لارښوونه دې اجراات وکړي.

ښاغلي غني پر مالیې وزارت هم غږ کړي، چې له سېلاب ځپلو سره د مرستې مالي سرچینې ژر تر ژره برابرې او سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

دغه راز ښاغلي ولسمشر افغان پوځ، پولیسو او ملي امنیت ریاست ته هم لارښوونه کړې، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني زیاته کړې، چې لومړني توکي باید چمتو او په سېلاب ځپلو ولایتونو کې سېلاب ځپلي تشخیص او د اضطرار د ولایتي کمېټو له خوا دې ورسره مرستې وشي.
 
ښاغلي غني په دې برخه کې د کډوالو چارو او بېرته راستنېدونکو، د مرکزي احصایې ریاست او د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې ته هم سپارښتنه کړې، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې سروې پیل او په دې برخه کې هر اړخیزه اقدامات تر سره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي