ټرمپ له شمالي کوریا بیا غوښتي، چې اټومي وسلې ختمې کړي

13 حوت 1397 ساعت 10:07

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، شمالي کوریا دې د پیاوړي اقتصاد لپاره خپلې اټومي وسلې ختمې کړي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، شمالي کوریا دې د پیاوړي اقتصاد لپاره خپلې اټومي وسلې ختمې کړي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې په یوه خبري غونده کې ټینګار کړی او ویلي یې دي، که شمالي کوریا غواړي اقتصاد یې پیاوړی شي، نو باید خپلې اټومي وسلې له منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړې، چې پر شمالي کوریا به تر هغې بندیزونه دوام ولري تر چې دوی خپلې اټومي وسلې نه وي ختمې کړې.

باید و ویل شي، چې ټرمپ او کېم جونګ اونک تېره اوونۍ په ویتنام کې د دوهم ځل لپاره سره ولیدل خو ښکاري چې لیدنه یې بې پایلې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114064

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114064/

جمهور
  https://www.jomhornews.com