۰

د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د پاکستان د انزوا نښې

دوشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۷
د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ټولو اسلامي هېوادونو د ستونزو په اړه خبرې شوې، خو له هند سره د پاکستان د کړکېچ په اړه هېڅ ډول اشاره نه ده شوې.
د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د پاکستان د انزوا نښې
د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ټولو اسلامي هېوادونو د ستونزو په اړه خبرې شوې، خو له هند سره د پاکستان د کړکېچ په اړه هېڅ ډول اشاره نه ده شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي همکاریو سازمان پرون یکشنبې د کب ۱۲ مه په متحده عربي اماراتو کې غونډه درلوده، چې د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراج هم د معززې مېلمنې په توګه وربلل شوې وه.

د OIC په 50 ماده ییزه اعلامیه کې د افغانستان په ګډون د ګردې اسلامي نړۍ ستونزو ته واضحه اشاره شوې، خو د پاکستان او هند کړکیچ ته هېڅ ډول اشاره نه ده شوې.

په دغه اعلامیه کې یوازې له د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان څخه مننه شوې، چې هندي پیلوټ یې خوشی کړ، خو نور هېڅ نه دي ویل شوي.

همدې اعلامیې په پاکستان کې د یو شمېر سیاسیتوال سخته غوضه راپارولې، ځکه دوی تمه درلوده، چې په غونډه او اعلامیه کې به پر پاکستان د غند برید وغندي او د دوی خوا به ونیسي، خو داسې ونه شول.

پاکستاني سیاستوال دا د خپل هېواد د انزوا نښه بولي ځکه د اعلامیې په ۲۵ ماده کې د افغانستان د ستونزې د سوله ییز حل په ملاتړ ټینګارشوی او د اسلامي همکاریو د سازمان لخوا د اسلامي عالمانو د نړیوال کنفرانس د جوړولو لارښوونه شوې او دا مسله د ټولې اسلامي نړۍ مسوولیت بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي