۰

د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو غړو ته قسم ورکړل شو

دوشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۶
د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو غړو د لوړې مراسم د ولسمشرغني، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او ځینو نورو لوړو پوړو چارواکو پر وړاندې تر سره او قسم ورکړل شو.
د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو غړو ته قسم ورکړل شو
د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو غړو د لوړې مراسم د ولسمشرغني، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او ځینو نورو لوړو پوړو چارواکو پر وړاندې تر سره او قسم ورکړل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مراسم نن دوشنبې د کب ۱۳ مه په ارګ کې تر سره او ولسمشر غني و ویل، چې په تېرو ټاکنو کې ستونزې د دې سبب شوې، چې هم د ټاکنو قانون تعدیل شي او هم یې غړي لرې او پر ځای یې نوي کسان وګمارل شي.

ښاغلي غني د کمېسیونونو نویو غړیو ته په خاطب کې و ویل، چې تاسو د ټولو سیاسي ګوندونو، نوماندانو او د ټاکنو د څاروونکو بنسټونو د تایید وړ وی چې په دې سره نور هغه پلمې ختمې شوې، چې ویل کېدل کمېسیونونه په حکومت پورې تړلي دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ټاکنو د نوي قانون پر بنسټ به د کمېسیونونو د غړو ټولې ټاکنیزې سرغړونې او ستونزې د سترې محکمې له خوا ارزول کېږي.

ولسمشر غني نوي کمیشنرانو ته سپارښتنه وکړه، چې ژر تر ژره د تېرو پارلماني ټاکنو برخلیک معلوم او د راتلونکو ولسمشریزه، ولایتي، ولسوالیو شوراګانو او د غني د ټاکنو لپاره هم چمتوالی ونیسي.

ښاغلي غني کمېشنرانو ته و ویل، چې حکومت له دوی سره هر ډول مرستیو ته چمتو دی، خو دوی هم باید پر ټاکنو د خلکو تللی باور د خپل کاري صداقت او پوره شفافیت او بې طرفۍ پر بنسټ تر لاسه کړي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې په ټاکنو کې هېڅ ډول سرغړونه ورته د منلو نه ده، ځکه د ملت برخلیک د کمېسیونونو د غړو په قانوني اعمالو پورې تړلی دی.

په ورته وخت کې د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په دغه ناسته کې و ویل، چې ټاکنیز اصلاحات اړین و، ځکه تېرې پارلمني ټاکنې له ستونزو سره مخ وې.

هغه د کمېسیونونو پر نویو غړو غږ وکړ، چې د قانون په چوکاټ کې کار وکړي او له هر ډول قومي، سمتي، ژبنیو او مذهبي ملاحظاتو لرې په پوره بې طرفۍ سره خپل کار تر سره کړي.

نوموړي و ویل، چې راتلونکې ټاکنې به پر خپل وخت تر سره کېږي او دا په دې مانا نه ده، چې ګڼې د ټاکنو پر وخت تر سره کېدو سره حکومت د سولې پروسې ته شاه کوي.

باید و ویل شي، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د تېرې جمعې په ورځ د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو د نوماندانو له خوا په یوه انتخاباتي پروسه کې غوره او وروسته د ولسمشر د ځانګړو فرمانونو له خوا وټاکل شول.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي