۰
د امریکا د ملي امنیت سلاکار:

له طالبانو سره تر سولې وروسته به هم یو شمېر پوځیان په افغانستان کې پاتې شي

دوشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۵
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي، له طالبانو سره د سولې په صورت کې به هم یو شمېر پوځیان په افغانستان کې حضور ولري.
له طالبانو سره تر سولې وروسته به هم یو شمېر پوځیان په افغانستان کې پاتې شي
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي، له طالبانو سره د سولې په صورت کې به هم یو شمېر پوځیان په افغانستان کې حضور ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د ملي امنیت سلاکار دغه څرګندونې له سي ان ان ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دی پر طالبانو باور نه لري او که چېرته له طالبانو سره سوله کېږي هم باید یو شمېر سرتېري په افغانستان کې حضور ولري څو دا هېواد یو ځل بیا د وسله والو ترهګرو پر امن ځاله بدل نه شي.

هغه په مرکه کې ویلي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه د امریکا له لومړیتوبونو څخه ده او سپینه ماڼۍ به هیڅکله په پټو سترګو پر طالبانو باور ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي جیمز ډابینز هم څو ورځې وړاندې ویلي و، که امریکا د سولې توافق تر اجرا وړاندې افغانستان پرېږدي طالبان به تړون مات کړي.

نوموړي ټینګار کړی و، چې امریکا باید د سولې تړون له پلي کېدو وروسته افغانستان پرېږدي او که داسې ونه کړي په دغه هېواد کې به جګړې بیا پیل شي.

د هغه په وینا که د سولې توافق وشي او د پلي کېدو په صورت کې یې امریکايي ځواکونه هم په افغانستان کې وي نو ښايي تل پاتې سوله ټینګه شي.

دغه پخواني ديپلومات زیاته کړې«که امریکا د سولې تړون له پلي کېدو وړاندې ووځي نو د شوي توافق ګټه به القاعد او نورې ترهګرې ډلې وکړي.»

په ورته وخت کې یانیس کاسکیناس د طالبانو سره د امریکا پر خبرو نیوکه کړې او ویلي یې دي، امریکا له داسې یوې ډلې سره خبرې کوي، چې عملآ ترهګر فعالیتونه کوي، له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري، چې دا په هېڅ ډول د منلو نه ده.

هغه ویلي«غواړم واضح و وایم نباید له طالبانو سره خبرې وکړو، تاسو په حقیقت کې له هغې ډلې سره خبرې کوی، چې په هلمند، میدان وردګو او نورو ولایتونو کې یې د خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی، امریکا په دې کار سره خپل دولت کمزوری کوي.»

نوموړي زیاته کړې که چېرې طالبان د افغانستان له اوسني دولت سره خبرو ته نه حاضرېږي او خبرې نه ورسره کوي، پرېږدی، چې راتلونکی ټاکل شوی افغان دولت د سولې خبرې مخ ته یوسي.

باید و ویل شي، چې دا مهال په  په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سوله خبرې روانې دي، چې تر اوسه په کې کومې موافقې ته نه دي رسېدلي خو دواړه لوري په خبرو کې د پرمختګ وايي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي