۰

د ملي امنیت شورا سلاکار ازبکستان ته ولاړ

دوشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۳
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب له ازبکستاني چارواکو سره د لیدنې په موخه دغه هېواد ته په سفر تللی دی.
د ملي امنیت شورا سلاکار ازبکستان ته ولاړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب له ازبکستاني چارواکو سره د لیدنې په موخه دغه هېواد ته په سفر تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي محب نن دوشنبې د کب ۱۳ مه ازبکستان ته تللی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلی محب به د دغه سفر په ترڅ کې له لوړ پوړو ازبکستاني چارواکو سره پر سولې، سیمه ییزې همکارۍ، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره پر مبارزې او یو لړ نورو مسایلو خبرې اترې وکړي.

خبرپانه وايي، د دغه سفر په ترڅ کې به د افغانستان او ازبکستان تر منځ د امنیتي کمېسیون دوه اړخیزه پرمختګونه هم وڅېړل شي.

باید و ویل شي، چې د ملي امنیت شورا سلاکار تر هغه وروسته تاشکند ته روان شو، چې د ازبکیستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پرون په دوحه کې د طالبانو له سیاسي مشر ملابرادر سره وکتل.

طالبانو هم د کاملوف او ملا برادر د لیدو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دواړو لورو پر افغان سوله او ځینو نورو مسایلو خبرې وکړې.

له لیدنو کتنو او خبرونو داسې ښکاري، چې ازبکستان به د طالبانو او افغانانو د راتلونکې ناستې کوربه وي.

تاشکند د ماسکو د بهیر د دویمې ناستې لپاره یاد شوی وو، خو طالبانواو افغان سیاستوالو هغه مهال په دوحه کې د دویم ځل په لیدنې هوکړه وکړه.

ازبکستان تیرکال هم د طالبانو کوربه وو او ښکاري، چې د سولې په برخه کې یې د کوربتوب لیوالتیا زیاته شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي