۰

قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې په احتیاط مخ ته روانې دي

سی شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۱
وسله وال طالبان وايي، په قطر کې د دوی د استازو او امریکايي پلاوي تر منځ خبرې ورو او په احتیاط مخ ته روانې دي، خو تر اوسه په کوم څه توافق نه دی شوی.
قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې په احتیاط مخ ته روانې دي
وسله وال طالبان وايي، په قطر کې د دوی د استازو او امریکايي پلاوي تر منځ خبرې ورو او په احتیاط مخ ته روانې دي، خو تر اوسه په کوم څه توافق نه دی شوی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه خبرې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له افغانستان څخه د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې پر نه کارولو ورټولې دي.

مجاهد ټینګار کړې، چې له دې دوه موضوعاتو ور ها خوا پر نورې خبرې اوازې او حقیقت نه لري او تر اوسه دواړه خواوې کومې موافق ته نه دي رسېدلي.

په ورته وخت قطر کې د طالبانو سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د څرنګوالي او له افغانستانه د تروریستي حملو د نه کار اخیستل کېدو په اړه د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

نوموړی د بهرنیو ځواکونو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې له نه کارولو پرته نورې خبرې پر داسې مهال له حقیته لرې بولي، چې تر ده وړاندې د امریکايي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد ویلي و، په دغه ناسته کې به پر اوربند او له افغان حکومت سره پر مخامخ خبرو هم بحث وشي.

باید و ویل شي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې د تېرې میاشتې د فبرورۍ میاشتې له ۲۵ مې پیل شوې، چې تېره جمعه او پنشنبې درېدلې وې، خو د شنبې له ورځې بیا پیل شوې، چې لا هم دوام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي