۰
عمر داودزی:

له افغان حکومت پرته د امریکا او طالبانو هېڅ هوکړه حقوقي ارزښت نه لري

سی شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۷
په داسې حال کې، چې ویل کېږي د قطر خبرو کې امریکا او طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارولو پر سره هوکړې ته نېږدې شوې، د سولې عالي شورا وايي، دا خبرې د طالبانو تر صلاحیت لوړې دي.
له افغان حکومت پرته د امریکا او طالبانو هېڅ هوکړه حقوقي ارزښت نه لري

په داسې حال کې، چې ویل کېږي د قطر خبرو کې امریکا او طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارولو پر سره هوکړې ته نېږدې شوې، د سولې عالي شورا وايي، دا خبرې د طالبانو تر صلاحیت لوړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داودزي، چې نن سه شنبې د کب ۱۴ مه کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله و ویل، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او یا د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارولو پر سر خبرې د طالبانو تر صلاحیت لوړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې امریکا له طالبانو سره د خبرو له لارې دا پرېکړه نه شي کولی، چې خبل سرتېري وباسي او که یې پرېږدي ځکه د هغه په وینا دا کار په افغان حکومت پورې اړه لري.

داودزی وايي، امریکا له افغان حکومت سره امنیتي تړون لري، دغه تړون او له افغان حکومت سره کړو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

هغه ټينګار وکړ، چې که امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو یا پرېښودلو پرېکړه کوي، نو دا مسئله به د افغانستان له حکومت سره مطرح کوی او له دې پرته امریکا له هر لوري سره هوکړې ته نه شي رسېدلی.

د هغه په وینا طالبان باید له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کړي، نه دا چې د افغان خاورې د نه کارېدو په اړه امریکا ته ضمانت ورکوي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس تمه وښوده، چې د امریکا او طالبانو خبرې د بین الافغاني مذاکراتو سبب شي او تر هغه وروسته به د جګړې د پای ته رسولو او بهرنیو ځواکونو پر حضور خبرې او بحثونه کېږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د تېرې میلادي فبروۍ میاشتې له ۲۵ مې په قطر کې د امریکا او طالب استازو تر منځ پر افغان سوله خبرې روانې دي.

دغه خبرې په پیل کې دوه ورځې وې، خو وروسته دوه ورځې نورې وځنډول شوې او له تېرې شنبې ورځې راهیسې بیا پیل شوې، چې لا هم دوام لري.

که څه هم د دغه خبرو جزیات او دا چې کومه موافقه په کې شوې که نه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو دواړه لوري وايي، خبرو کې پرمختګ شوی دی.

طالبانو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په دغه ناسته کې خبرې له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې پر نه کارولو راڅرخي.

خو د امریکا د مرکچي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې په خپل ټوېټر لیکلي، چې د دوحې په ناسته کې به پر اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو پر مخامخ مذاکراتو خبر بحث وشي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پرون په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په قطر کې له امریکا سره د طالبانو خبرې په خورا احتیاط مخ ته روانې دي خو ترا وسه په کې کوم سند یا توافق نه دی شوی.

مجاهد دا هم ویلي، چې په دې خبرو کې یوازې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او دغه راز د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې پر نه کارولو بحث روان دی او له دې پرته نورې خبرې آوازې او حقیقت نه لري.

خو ځینې سرچینې وايي، په دې خبرو کې پر اوربند او له افغان حکومت سره پر مخامخ مذاکراتو هم خبرې شوې او امریکايي لوري طالبانو ته ویلي، تر چې اوربند او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې ونه کړي، دوی به خپل سرتېري له افغانستانه ونه باسي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي