جوزجان او فاریاب کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي

14 حوت 1397 ساعت 11:12

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن سه شنبې د کب ۱۴ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات د تېرې ورځې سهار له ۴ بجو د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ د قیبچاق افغانیه او میملک سیمو کې پیل شوي و چې د مازیګر تر څلورو پورې یې دوام درلود.

خبرپاڼه وايي، په دغه عملیاتو کې د دوه قوماندانانو مولوي ظریف او ملا نور الدین په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک کلي کې پر طالبانو هوايي برید شی، چې په کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په وژل شویو کسانو کې د ملا موسی او مولوي اسماعیل په نوم دوه طالب قوماندانان هم شامل دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 


د مطلب کود: 114115

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114115/

جمهور
  https://www.jomhornews.com