کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې څلور تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د کب ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه کسان د کابل ښار د ۱۸ مې امنیتي حوزې اړوند سیمو څه نیول شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي دغه کسانو د وسلو په قاچاق او نورو بېلابېلو جرمونو کې لاس درلود، چې د پولیسو له خوا ونیول شول.
خبرباڼه وايي، په نیول شویو څلورو تنو مجرمینو کې یو هم د غلو د یوې ۹ کسیزه حرفوي ډلې مشر دی، چې دا مهال تر پوښتونو لاندې دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا له دې کسانو دوه میله تومانچې هم د پولیسو لاس ته ورغلې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل