حوا علم نورستاني د ټاکنو کمېسیون مشره وټاکل شوه

14 حوت 1397 ساعت 14:41

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نویو کمېشنرانو تر منځ خپل منځي ټاکنو کې حوا علم نورستاني د دغه کمېسیون مشره وټاکل شوه.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نویو کمېشنرانو تر منځ خپل منځي ټاکنو کې حوا علم نورستاني د دغه کمېسیون مشره وټاکل شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي د تېرې جمعې په ورځ د راتلونکو ولسمشریزه نوماندانو له خوا د یوې انتخاباتي پروسې په ترڅ کې غوره او دوه ورځې وروسته د ولسمشر غني له خوا وټاکل شول.

دغه کمېشنرانو ته پرون دوشنبې د کب ۱۳ مه په ارګ کې د ولسمشر غني، ډاکتر عبدالله او نورو حکومت چارواکو پر وړاندې لوړه ورکړل شوه او په رسمي توګه معرفي شول.

د دوی د لوړې په مراسمو کې ولسمشر غني ترې غوښتل، چې ژر تر ژره خپل منځي ټاکنې وکړي او د تېرو او راتلونکو ټاکنو په اړه خپل جدي، بې پرې او شفاف کار پیل کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو نن سه شنبې خپل منځي ټاکنې تر سره او په ترڅ کې یې حوا علم نورستاني د یاد کمېسیون د رییسې په توګه وټاکل شوه.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهمي جمهور خبري آژانس ته د دغه خبر د پخلي تر څنګ و ویل، چې دغه راز په دې ټاکنو کې عصمت الله مل د ټاکنو کمېسیون د مرستیال او مسافر قوقندي د منشي په توګه ټاکل شوي دي.

تر اوسه د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د خپل منځي ټاکنو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 114131

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114131/

جمهور
  https://www.jomhornews.com