۰

د افغانستان لپاره د ناټو نوي استازي دنده پیل کړه

سی شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۷
د افغانستان لپاره د ناټو نوي ملکي استازي نېکولاس کې خپله دنده پیل او ویلي یې دي، په ټول توان به د افغان سولې لپاره هڅه وکړي.
د افغانستان لپاره د ناټو نوي استازي دنده پیل کړه
د افغانستان لپاره د ناټو نوي ملکي استازي نېکولاس کې خپله دنده پیل او ویلي یې دي، په ټول توان به د افغان سولې لپاره هڅه وکړي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې نېکولاس کي نن سه شنبې د کب ۱۴ مه کابل ته رسېدلی او خپله دنده یې پیل کړې ده او وايي د افغان سولې په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

نوموړي کابل ته له سفر وړاندې ویلي ټینګار کړی و، چې ناټو په افغانستان کې سولې ته ژمنه ده او په تمامه مانا هڅه کوي، چې په دغه هېواد کې سوله ټینګه شي.

باید و ویل شي، چې نیکولاس کې له دې وړاندې کابل کې د بريټانيا د سفير په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

تر نوموړي مخکې کارنیلیوس د ده ځای ناستی و، چې د هغې دنده پای ته رسېدلې او دی یې پر ځای ټاکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي