افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد ښار ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ښاغلی غني او ورسره پلاوی نن چهارشنبې د کب ۱۵ مه کونړ ولایت ته ولاړ.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ ولسمشر به د خپل سفر په ترڅ کې د کونړ د عامې روغتیا ریاست د اداري ودانۍ پرانسته او دغه راز به د ۲۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېږدي.
ټاکل شوې ولسمشر غني کونړ کې د دغه ولایت له مشرانو، علماو، ځوانانو مېرمنو او ټولنې له بېلا بېلو اقشارو سره په ځانګړې توګه وګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل