پاکستان:

د جیش محمد ډلې د مشر زوی او ورور مو نیولي دي

15 حوت 1397 ساعت 8:39

پاکستان ادعا کړې، چې د جیش محمد وسله والې ډلې د مشر مسعود اظهر زوی او ورور یې نیولي دي.


پاکستان ادعا کړې، چې د جیش محمد وسله والې ډلې د مشر مسعود اظهر زوی او ورور یې نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستان دغه ادعا پر داسې مهال کوي، چې په هند کې د شوي خونړي ځانمرګي برید وروسته یې له دغه هېواد سره کړکېچ زیات او یو پر بل یې بریدونه وکړل.

په هندي کشمیر کې د شوي برید چې ۴۴ سرتېري په کې و وژل شول پړه د جیش محمد وسله والې ډلې پر غاړه واخیست.

خو اوس پاکستان ادعا کړې، چې د دغه ډلې د مشر مسعود اظهر زوی او ورور یې په موقت ډول د پوښتنو ګروېږونو لپاره نیولي دي.

پاکستان دا ادعا هم کړې، چې په تېرو دوه اونیو کې یې د یادې ډلې ۶۲ نور غړي هم نیولي دي.

باید و ویل شي، چې پاکستان تر دې وړاندې هم د وسله والو ډلو غړي نیولي او تورن شوي، خو تر لنډې مودې وروسته یې بېرته خوشي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 114141

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114141/

جمهور
  https://www.jomhornews.com