دوه امریکايي سناتوران د افغان جګړې د ختمولو یوه لایحه وړاندې کړې

15 حوت 1397 ساعت 8:50

د امریکا د مشرانو جرګې دوه غړو کانګرېس ته د افغان جګړې د ختمولو او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د ایستلو یوه طرحه وړاندې کړې ده.


د امریکا د مشرانو جرګې دوه غړو کانګرېس ته د افغان جګړې د ختمولو او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د ایستلو یوه طرحه وړاندې کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه طرحه چې د افغان خدمتونو قانون نومول شوې ده، د جمهوریپال سناتور راین پال او ډیموکراټ ټام اوډل لخوا وړاندې شوې.

دغه طرحه لارښوونه کوي، چې باید په افغانستان کې د بري اغلان وشي او ټول امریکايي ځواکونه په یوه کال کې له دغه هېواده ووځي.

په دغه لایحه کې راغلي، په یوه نیمه میاشت کې به د امریکايي ځواکونو په منظمه توګه د وتلو پلان چمتو کېږي او د هغوی تاسیسات به افغان حکومت ته سپارل کېږي.

لایحه کې ویل شوي هغه ۵۱ میلیارد ډالره چې په افغانستان کې هر کال پر امریکايي ځواکونو لګیږي، کېدای شي چې په نورو کورنیو لومړیتوبونو ولګېږي.

په لایحه کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي یا د سولې د خبرو لپاره به یو چوکاټ جوړیږي او د افغانستان له اساسي قانون سره سم به پلی کېږي.

د دې کار لپاره د لایحې دلایل دا دي چې د سپټمبر د ۱۱ بریدونو سمبالوونکي نور دا وړتیا نه لري چې له افغانستانه برید وکړي، اسامه بن لادن وژل شوی او القاعده ډله په افغانستان کې له منځه تللې.

ټاکل شوې، چې په کانګرس کې په دې لایحه بحث او رایې اچونې ته وړاندې شي، خو تر اوسه د بحث او رایې اچونې نېټه نه ده معلومه شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 114142

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114142/

جمهور
  https://www.jomhornews.com