۰
د ملګرو ملتونو امنیت شورا:

د القاعدې او طالبانو ترمنځ لا هم پیاوړې اړیکې موجودې دي

چهارشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۵
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، د القاعده شبکې او وسله والو طالبانو تر منځ لا هم پیاوړې اړیکې موجودې دي و پر ضد یې باید اړین اقدامات وشي.
د القاعدې او طالبانو ترمنځ لا هم پیاوړې اړیکې موجودې دي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، د القاعده شبکې او وسله والو طالبانو تر منځ لا هم پیاوړې اړیکې موجودې دي و پر ضد یې باید اړین اقدامات وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیت شورا په تازه خپاره شوي راپورل کې ویل شوي، چې القاعده شبکه اوس هم په افغانستان کې د امن مرکزونو په لټه کې ده.

د سرچینې په وینا دغه شبکه له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره اړیکې او په ګڼو برخو کې همکاري سره لري.

دغه راز راپور کې راغلي، چې د دې تر څنګ داعش ډله هم په افغانستان کې قوي حضور لري او هڅه کوي، چې ځان ته خوندي او پراخ مرکزونه جوړي کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار کړی، چې د دغه دوه ډولو پر ضد باید پر وخت او اړین اقدامات تر سره او د لا پیاوړي کېدو مخه یې ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي