۰

ولسمشر غني: سوله حتمي او نېږدې شوې ده

پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۱۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني کونړ ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، چې افغانستان ته د وسلې راتګ حتمي او نېږدې شوی دی.
ولسمشر غني: سوله حتمي او نېږدې شوې ده
افغان ولسمشر محمد اشرف غني کونړ ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، چې افغانستان ته د وسلې راتګ حتمي او نېږدې شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني چې پرون چهارشنبې د کب ۱۵ مه د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ په یوه ورځني سفر کونړ ته تللی دغه څرګندونې یې هلته د یاد ولایت له مشرانو سره په ناسته کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې اوس د تېر په پرتله په افغانستان کې د سولې راتګ حتمي او نېږدې شوی خو ولس باید یو ځه زغم ولري.

د ښاغلي غني په وینا تجربو ښودلې کله چې په هر هغه هېواد کې چې جګړه وي او سوله نېږدې شي، نو جګړې زور اخلي، ځکه له افغان ولسه د زغم غوښتنه کوي.

افغان ولسمشر د سولې خبرې خپل نوښت وباله او ویې ویل، چې موقت حکومت ورته د منلو نه دی، او سیاسي مرستیالان یې دې په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې ورسره سیالي وکړي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی خو داسې سوله نه غواړي، چې د بربادۍ د یوه بل فصل پیل وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي