سرچینې وايي، ښايي په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بین الاافغاني مذاکراتو ته لار هواره او د افغانانو تر منځ هم خبرې پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په قطر کې د تېرې فبرورۍ میاشتې له ۲۵ مې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې روانې دي، چې دواړه لوري په کې د پرمختګ پخلی کوي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
که څه هم طالبان وايي، په دغه ناستو کې تر اوسه یوازې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې پر نه کارولو خبرې راڅرخي، خو امریکايي چارواکي وايي، پر اوربند او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې هم په اجنډا کې دي او خبرې پرې روانې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرټ پالادینو وړمه ورځ (سه شنبې د کب ۱۴مه) ویلي، چې د قطر راونې خبرې پر څلورو داسې موضوعاتو متمرکزې دي، چې یو له بل سره تړلي څو یوې موافقې ته لار هواره شي.
د هغه په وینا دغه څلور موضوعات د ترهګرۍ مخنیوی، د ځواکونو ایستل، د افغانانو خپل منځي خبرې او اوربند دی.
ځینې پخواني او اوسنی طالب چارواکي هم وايي، چې لومړی د له امریکا سره د طالبانو موضوعات معلوم او یوې پایلې ته ورسېږي، وروسته ښايي پر نورو موضوعاتو هم خبرې وشي.
د افغانستان د سولې عالي شورا هم وايي، چې ډېر ژر به په قطر کې د افغانانو تر منځ هم خبرې پیل شي ځکه په وینا یې دا د قطر د خبرو اجنډا ده.
د سولې د عالي شورا وايي، امریکا په هېڅ صورت د بین الاافغاني مذاکراتو څخه نه په شاه کېږي او د طالبانو لپاره هم ښايي پرمختګ تر دې اسانه وي، چې په شاه شي.
د یادې شورا غړی قاضي محمدامین وقاد ویلي، په کابل کې له طالبانو سره د یوه با صلاحیه افغانستان شموله پلاوي پر جوړېدو کار روان دی او دا پلاوی به په لنډ راتلونکي کې په قطر کې د سولې خبرې پیل کړي.
هغه په خپلو خبرو کې له آزادۍ رادیو سره ویلي« د میاشتو په حساب به نهوي د اونیو په حساب به وي د ورځو په حساب به وي چې دا کار کیدلی شي. موږ»
نوموړي زیاته کړې، هیلهمند یو چې نوی کال له دغسې نوې خبرې سره پیل شي او دا نوي کال د بینالافغاني مذاکراتو له پيغام سره وي او په هغې کې پرمختګ محسوس وي او نتیجې ته ورسېږو.
جمهورخبري آژانس:کابل