۰
پاکستاني طالبان لرو پښتنو ته!

له هند سره کړکېچ کې د پاکستان پلوي مه کوی

پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۹
پاکستاني طالبانو له پښتنو په ځانګړي ډول د قبایلي سیمو له خلکو غوښتي، چې د پاکستان او هند تر منځ کړکېچ کې د پاکستان پلوي ونه کړي.
له هند سره کړکېچ کې د پاکستان پلوي مه کوی
پاکستاني طالبانو له پښتنو په ځانګړي ډول د قبایلي سیمو له خلکو غوښتي، چې د پاکستان او هند تر منځ کړکېچ کې د پاکستان پلوي ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه طالبانو پر پښتونو غږ کړی، چې نور ځان د پاکستان او هند د ګټو او جګړو قرباني نه کړي.

دوی په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې پاکستان هڅه کوي، د خپلو ګټو لپاره یو ځل بیا پښتانه او په ځانګړي توګه د قبایلي سیمو خلک د هند پر ضد وکاروي او جګړه پرې وتپي.

په اعلامیه کې ویل شي، پاکستان مدام د خپلو مقاصدو لپاره پښتانه او په خاصه توگه د قبایلي سیمو پښتانه استعمال کړي دي او اوس بیا نیت لري چې د هند سره په جګړې کې د قوم د زامنو قرباني ورکړي او پښتانه باید بیداره وسي.

 پاکستاني طالبانو دا خبرداری هم ورکړی دی، چې قبایل دې د هند سره د جنګ ضد غونډو کې له ګډون کولو ډډه وکړي که نه له بدو پایلو سره به مخ شي.

خو ځینو پښتنو سیاستوال د پاکستاني طالبانو دغه څرګندونې ځکه بې ارزښته بللې، چې په وینا طالبان خپله پښتانه وژني او لاسونه یې د پښتونو په وینو سره دي.

دغه سیاستوال وايي، طالبان دې لومړی د خپلو کړنو ځواب ورکړي او د پښتنونو له وژولو دې لاس واخلي، وروسته دې ورته څرګندونې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي