کابل کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له سېلاب ځپلو ولایتونو سره د مرستو کولو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد سفارت پر خپله وېب پاڼه لیکلي، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره له خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي، چې په سیلاب ځپلو ولایتونو کې زیانمن شویو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي، خو د مرستو کچه یې نه ده په ډاګه کړې.
سرچینه زیاتوي، چې امریکا د بشري چارو په برخه کې د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی.
باید و ویل شي، چې په هېواد کې وروستیو سیلابونو تر ټولو ډېر په کندهار او هلمند کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي.
سره له دې چې افغان حکومت له سېلاب ځپلو سره د مرستو په موخه ځانګړی هیت ټاکلی دی، خو تر دې دمه له زیانمنو سره اړینې مرستې نه دي شوې.
جمهورخبري آژانس:کابل