۰

ولسمشر غني د شهید مزاري پر یاد غونډه برید په کلکو ټکو غندلی

پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۸
ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د شهید عبدالعلي مزاري پر یاد غونډه شوی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د ولسواکۍ او مدني ارزښتونو ښکاره دښمنی بللې ده.
ولسمشر غني د شهید مزاري پر یاد غونډه برید په کلکو ټکو غندلی
ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د شهید عبدالعلي مزاري پر یاد غونډه شوی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د ولسواکۍ او مدني ارزښتونو ښکاره دښمنی بللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د شهید مزاري پر یاد غونډه په برید کې یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي غني په دغه خبرپاڼه کې یاد برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې پر غونډو، مراسمو او ولسي وګړو برید له ولسواکۍ او مدني ارزښتونو سره ښکاره دښمني دي.

خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني امنیتي او دفاعي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې د خلکو د امنیت لپاره له ټولو امکاناتو استفاده وکړي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو او تلاش درېغه ونه کړي.

ښاغلي غني د قرباني شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې، د پېښې شهیدانو ته یې د جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.

باید و ویل شي، چې د کابل ښار په ۶ امنیتي حوزه کې نن پنشنبې د کب ۱۶ مه د سولې د شهید او وحدت اسلامي ګوند د شهید شوي مشر عبدالعلي مزاري یاد غونډه روانه وه، چې د هاوان بریدونه پرې وشول.

دغه غونډې ته د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د هغه مرستیال محمد محقق، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ولسمشرۍ ته نوماند او د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د سولې عالي شورا رییس عبدالکریم خلیلي، محمد یونس قانوني، ولسمشرۍ ته نوماند عبدالطیف پدرام، ولسمشرۍ ته نوماند احمد ولي مسعود او نور لوړ پوړي چارواکي او د مزاري زرګونه خواوږي ورغلي و.

غونډه کې د ښاغلي کرزي او ښاغلي اتمر له خبرو وروسته د افغان حکومت اجرائیه رییس خپله وینا پیل کړه، خو د هغه خبرې لا پای ته نه وي رسېدلي، چې د یوې چاودنې غږ واورېدل.

ښاغلي عبدالله د غونډې له برخوالو وغوښتل، چې وارخطا نه کړي، ځکه په وینا یې چاودنه په لرې ځای کې وه او د هغه چا له خوا شوې چې د افغانستان دښمنان دي او سوله نه غواړي.

د عبدالله خبرې لا نه وې پرې، چې د دغه غونډې جوړونکي ښاغلی محقق د دریځ سر ته پورته شو او له خلکو یې وغوښتل، چې ارام اوسي، ځکه د ده په وینا دا د هاوان بریدونه دي، چې په لرې سیمه کې شوي دي.

خو تر دې وروسته چې کله یونس قانوني خبرو ته پورته شو، د خلکو ګڼه ګوڼه او د نورو چاودنو غږونه هم واورېدل شول، چې ورسره سم محقق بیا دریځ ته پورته شو او ویې ویل، د دې لپاره چې دغه ځای پیدا نه کړي او خلکو ته زیان نه ورسېږي غونډه پای ته رسوي.

د محمد حنیف اتمر مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د ښاغلي اتمر ۸ تنه ساتونکي هم سربېرن ټپیان شوي دي، چې تر درملنې لاندې دي، خو خپله اتمر ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي، د پېښې له ځایه تر اوسه استقلال روغتون ته یو جسد او ۱۶ ټپیان وروړل شوي، خو نایید شوي راپورونه وايي، په پېښه کې ۲۵ تنه ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، د شهید مزاري پر مصلا او د هغه د یاد غونډې پر مراسمو د هاواني بریدونو عمالین د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د مزاري پر یاد غونډه د کابل ښار د ۱۸ مې امنیتي حوزې له اړوند سیمې له یوه کور څخه هاوان مرمۍ توغول شوې دي.

نوموړي و ویل چې د هاوان ویشتلو اصلي کس د پولیسو له خوا نیول شوي او څو نور کسان، چې له هغه سره یې همغږي کوله، هم پېژندل شوي او د پولیسو په کلابندۍ کې دي، چې ژر به ونیول شوي او له منځه به یووړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي