۰
د شهید مزاري پر یاد غونډه بریدونو ته داخلي غبرګونونه!

عطامحمد نور: دا حمله د سولې او اعتدال پر ټیم یو پلان شوی برید و

پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۷
د سولې د شهید عبدالعلي مزاري پر یاد غونډه شوي برید ته په غبرګونونو کې د جمعیت ګوند اجرائیه رییس او د سولې او اعتدال ټیم لوړ پوړي غړي استاد عطا محمد نور دا حمله د سولې او اعتدال پر ټیم یو سازمان شوی برید بللی دی.
عطامحمد نور: دا حمله د سولې او اعتدال پر ټیم یو پلان شوی برید و
د سولې د شهید عبدالعلي مزاري پر یاد غونډه شوي برید ته په غبرګونونو کې د جمعیت ګوند اجرائیه رییس او د سولې او اعتدال ټیم لوړ پوړي غړي استاد عطا محمد نور دا حمله د سولې او اعتدال پر ټیم یو سازمان شوی برید بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د شهید مزاري په مصلا کې د شهید مزاري یاد غونډه روانه وه، چې د هاوان مرمۍ پرې وتوغول شوې.

برید هغه مهال وشو، چې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله خپله وینا لا پای ته نه وه، رسولې، خو وروسته محمد محقق دریځ ته پورته او غونډه یې پای ته ورسوله.

دغه غونډې ته د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د هغه مرستیال محمد محقق، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ولسمشرۍ ته نوماند او د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د سولې عالي شورا رییس عبدالکریم خلیلي، محمد یونس قانوني، ولسمشرۍ ته نوماند عبدالطیف پدرام، ولسمشرۍ ته نوماند احمد ولي مسعود او نور لوړ پوړي چارواکي او د مزاري زرګونه خواوږي ورغلي و.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په پېښه کې یو تن وژل شوی او ۱۶ نور تپیان شوي، خو دغه برید په کور د ننه کلک غبرګونونه راپورته شوي دي.

د جمعیت ګوند اجرائیه رییس او د سولې او اعتدال ټیم لوړ پوړي غړي استاد عطا محمد نور دغه برید په کلکو ټکو غندلی او د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

ښاغلي نور پر خپله فسبوک پاڼه دغه برید د سولې او اعتدال پر ټیم برید بللی او ویلي یې دي«دا برید په کلکه غندم، خوښ یم چې جمعیت ګوند او سولې او اعتدال ټیم او نورو سیاسي مشرانو ته په کې زیان نه دی رسېدلی، زه دغه برید د سولې او اعتدال په ټیم کې پر خپلو ملګرو یو پلان او رهبري شوی برید بولم، دا برید د ملي یووالي حکومت بې کفایتي او کمزوري ښيي، او پرته له شکه د دغه برید زمینه برابروونکي د حکومت له داخلي کړیو پرته بل څوک نه دي، حکومت یو ځل بیا ثابته کړه، چې نه شي کولی د دغه ډول مراسمو امنیت خوندي کړي.»

استاد عطا محمد نور نه یوازې دغه برید په کلکو ټکو غندلی بلکې په اړه یې د جدي څېړنو غوښتنه هم کړې ده او ویلي یې دي د سولې او اعتدال ټیم ژمنه کوي، چې د خپلو خلکو پر ملاتړ به راتلونکو کې د ورته دسیسو مخه نیسي.

ښاغلي نور ویلي هغه کسان چې د دغه ډول بریدونو تر شا لاس لري باید په دې پوه شي، چې په دغه ډول پېښو د سولې او اعتدال په ټیم نه شي بریالي کېدای.

هغه زیاته کړې، چې دوی به هم د سولې او هم د ټاکنو په میدانونو کې بریالي وي.

په ورته وخت کې د جمعیت ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ویلي که څه هم په برید کې دوی ته زیان نه دی رسېدلی او د پېښې له ځایه لرې و، خو په وینا یې د دغه پېښې اصلي قربانیان ولسي وګړي دي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان مظلوم خلک به دغه ترهګر او جنایت کار برید هېڅ ونه بښي او له یاده به یې ونه باسي.

ولسمشر ته نوماند احمد ولي مسعود هم چې دغه غونډې ته ورغلی و، په غبرګون کې ویلي، په رڼا ورځ په پرلپسې توګه د درنې وسلې کارول کېدل، د حکومت د استخباراتي دستګاه کمزوري ښيي.

د محمد حنیف اتمر مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د ښاغلي اتمر ۸ تنه ساتونکي هم سربېرن ټپیان شوي دي، چې تر درملنې لاندې دي، خو خپله اتمر ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

کورنیو چارو وزارت وايي، د شهید مزاري پر مصلا او د هغه د یاد غونډې پر مراسمو د هاواني بریدونو عمالین د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د مزاري پر یاد غونډه د کابل ښار د ۱۸ مې امنیتي حوزې له اړوند سیمې له یوه کور څخه هاوان مرمۍ توغول شوې دي.

نوموړي و ویل چې د هاوان ویشتلو اصلي کس د پولیسو له خوا نیول شوي او څو نور کسان، چې له هغه سره یې همغږي کوله، هم پېژندل شوي او د پولیسو په کلابندۍ کې دي، چې ژر به ونیول شوي او له منځه به یووړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي