اسدالله خالد، مسعود اندرابي او سکاټ مېلر هلمند ته تللي

16 حوت 1397 ساعت 13:59

د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هلمند ولایت ته تللي دي.


د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هلمند ولایت ته تللي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزرت وايي، اسدالله خالد، مسعود اندرابي او سکاټ مېلر نن پنشنبې د کب ۱۶ مه له غرمې وروسته هلمند ولایت ته سفر کړی دی.

خبرپاڼه وايي، دوی د هلمند ولایت د امنیت ارزولو په موخه سفر کړی او دا مهال د شورابک په پوځي اډه کې حضور لري.

دغه لوړ پوړي امنیتي مسوولین داسې مهال هلمند ته سفر کوي، چې څو ورځې وړاندې په شوراب پوځي اډه د وسله والو طالبانو له خوا ډلیز برید وشو.

امنیتي چارواکي وايي، په دغه برید کې ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

د دغه پېښې څخه څو ورځې وروسته ښاغلي اسدالله خالد و ویل، چې دغه برید په پاکستان کې د مېشتې جیش محمد وسله والې ډلې له خوا پلان او تر سره شوی، چې په وینا یې غچ به یې واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114203

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114203/

جمهور
  https://www.jomhornews.com