امریکا او طالبان نن بیا خبرې پیلوي

18 حوت 1397 ساعت 8:20

په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سوله خبرې به نن شنبې د کب ۱۸ مه له سره پیل شي.


په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سوله خبرې به نن شنبې د کب ۱۸ مه له سره پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خبرې د تېرې فبروۍ میاشتې له ۲۵ مې پیل شوې وې، چې تېره مکمله اونۍ یې ونیوله خو پرون جمعه په کې وقفه راغلې وه.

ټاکل شوې دغه خبرې نن شنبې له سره پیل شي، خو اوسه یې د تېرو خبرو په اړه جزیات نه دي په ډاګه شوې.

دواړه لوري وايي، په خبرو کې پرمختګ شوی خو تر اوسه کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

طالبان وايي، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې پر نه کارولو له امریکا سره خبرې روانې دي، خو امریکايي چارواکي وايي، د دې تر څنګ په اوربند او له افغان حکومت سره پر مخامخ خبرو هم بحثونه کېږي.

امریکايي چارواکو دا هم ویلي، چې دا خبرې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني به مشوره او ملاتړ روانې دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل د امریکا د سنا مجلس پوځي کمېټې ته ویلي، چې خلیلزاد وخت په وخت له ولسمشر غني سره د خبرو جزیات شریکوي او دا خبرې د هغه په مشوره او ملاتړ روانې دي.

ارګ هم ویلي د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په منظم ډول د طالبانو له سیاسي استازو سره د خبرو جزیات له ولسمشر سره شریکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114227

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114227/

جمهور
  https://www.jomhornews.com