قانوني:

د امریکا تېروتنې لامل دي، چې طالبان له حکومت سره خبرې نه کوي

18 حوت 1397 ساعت 8:39

راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته د نوماند محمد حنیف اتمر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني وايي، د امریکا تېروتنې لامل دي، چې طالبان له افغان حکومت سره له خبرو کولو ډډه وکړي.


راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته د نوماند محمد حنیف اتمر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني وايي، د امریکا تېروتنې لامل دي، چې طالبان له افغان حکومت سره له خبرو کولو ډډه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي قانوني دغه څرګندونې له یوه روسي خبري آژانس سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، طالبان فکر کوي، چې امریکا له افغانستان وځي او دوی به د قوي دریځ له مخې له افغانانو سره خبرې وکړي او د خپلې خوښې حکومت به رامنځ ته کړي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي« له طالبانو سره په خبرو کې د امریکا ناسم چلند سبب شوی چې دا ډله فکر وکړي چې په هر حالت کې له افغانستانه وځي، له همدې کبله طالبان ځان د جګړې ګټونکي ګڼي او د افغانستان له حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږي.»

قانوني دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د تېرې فبرورۍ میاشتې له ۲۵ مې د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې روانې دي.

د دې خبرو نن یکشنبې ۱۳ مه ورځ ده، چې روانې دي، خو تر اوسه دواړه لوري کوم توافق ته نه دي رسېدلې ولې ویل کېږي خبرو کې یې پرمختګ شوی دی.

طالبان وايي په دوه موضوعاتو د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د نور هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارولو له امریکايي پلاوی سره خبرې کوي، خو امریکايي چارواکي وايي، په دې خبرو کې د اوربند او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې هم په اجنډا کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114228

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114228/

جمهور
  https://www.jomhornews.com