۰

ولسمشر غني فراه ولایت ته ولاړ

شنبی ۱۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ دولتي پوړي پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته رسېدلی دی.
ولسمشر غني فراه ولایت ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ دولتي پوړي پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ښاغلی غني او ورسره پلاوی نن شنبې د کب ۱۸ مه دغه ولایت ته رسېدلی دی.

ارګ په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې ولسمشر به د دغه سفر په ترڅ کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو بهیر هم له نېږدې څاري او دغه راز به د دې ولایت د بېلا بېلو اقشارو سره جلا جلا وګوري.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني تېره اوونۍ کونړ ولایت ته هم سفر کړی و او هلته یې له ۷۰ میلیونه زیاتو افغانیو په لګښت څو پروژې پیل کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي