خلیلزاد:

د سولې کلي توافق باید تضمین کړي، چې ترهګر به بیا په افغانستان کې ځای ونه لري

18 حوت 1397 ساعت 9:35

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې کلي توافق باید دا تضمین کړي، چې ترهګري د افغانستان په راتلونکې کې ځای نه لری.


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې کلي توافق باید دا تضمین کړي، چې ترهګري د افغانستان په راتلونکې کې ځای نه لری.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خلیلزاد په خپل تازه ټوېټ کې د کابل د شهید عبدالعلي مزاري پر یاد غونډه شوي برید ته په غبرګون کې ټینګار کړي، چې په افغانستان کې پر سوله یوه کلي توافق ته اړتیا ده.

نوموړي ویلي«دا برید ښيي، چې د سولې په اړه یوه کلي توافق ته اړتیا ده، او دا توافق باید تضمین کړي، چې د افغانستان راتلونکې کې ترهګري ځای نه لري.»

باید و ویل شي، چې د مزاري پر یاد غونډه په برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۹۵ ټپیان شوي، چې د برید مسوولیت داعش اخیستی، خو کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی موندنې ښيي، چې دا برید طالبانو کړی دی.

خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سوله خبرې به نن شنبې د کب ۱۸ مه له سره پیل شي.

دغه خبرې د تېرې فبروۍ میاشتې له ۲۵ مې پیل شوې وې، چې تېره مکمله اونۍ یې ونیوله خو پرون جمعه په کې وقفه راغلې وه.

ټاکل شوې دغه خبرې نن شنبې له سره پیل شي، خو اوسه یې د تېرو خبرو په اړه جزیات نه دي په ډاګه شوې.

دواړه لوري وايي، په خبرو کې پرمختګ شوی خو تر اوسه کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

طالبان وايي، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې پر نه کارولو له امریکا سره خبرې روانې دي، خو امریکايي چارواکي وايي، د دې تر څنګ په اوربند او له افغان حکومت سره پر مخامخ خبرو هم بحثونه کېږي.

امریکايي چارواکو دا هم ویلي، چې دا خبرې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني به مشوره او ملاتړ روانې دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل د امریکا د سنا مجلس پوځي کمېټې ته ویلي، چې خلیلزاد وخت په وخت له ولسمشر غني سره د خبرو جزیات شریکوي او دا خبرې د هغه په مشوره او ملاتړ روانې دي.

ارګ هم ویلي د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په منظم ډول د طالبانو له سیاسي استازو سره د خبرو جزیات له ولسمشر سره شریکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114233

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114233/

جمهور
  https://www.jomhornews.com