پخواني جهادي مشر او د دعوت ګوند مشر استاد عبدالرب رسول سیاف وايي، د سولې په مذاکراتو کې باید د افغان ولس او دولت آبرو او عزت په پام کې وساتل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سیاف چې نن شنبې د کب ۱۸ مه یې د مارشال محمد قسیم فهیم په یاده غونده کې وینا وکوله و ویل، چې لکه څنګه چې د مقاومت پر مهال په میدان ولاړ و نن هم په میړانه د سولې میدان ته هم ور ننوزي، ځکه په وینا یې سوله د افغان ولس غوښتنه او اړتیا ده.
نوموړي و ویل، چې افغان ولس تل پاتې، ابرو لرونکې او داسې سوله غواړي، چې په کې جګړه پای ته ورسي، خپلواکي او ملي یووالۍ په کې ساتل شوی وي.
ښاغلي سیاف و ویل، چې د ولسمشر غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو مشرانو سره خبرې روانې دي، تر چې د سولې دغه کاروان یو شي او د ملت آرمان پوره شي.
استاد سیاف ټینګار وکړ، چې ولس باید د یوې ټولګې په توګه د سولې میدان ته ننوځي او کومه خبره چې کېږي هغه هم د ولس خبره وي.
هغه ډاډ ورکړ، ولس ته ډاډ ورکړ، چې د سولې په اړه وار خطايي او بېړه ونه کړي، ځکه ملت تل توانېدلی، چې له ځان او خپلو ارزښتونو څخه په کلکه دفاع وکړي.
دغه پخواني جهادي مشر د ولسمشرۍ د نوماندانو په اړه و ویل، چې یوه عاجزانه غوښتنه او وړاندیز ورته لري او هغه دا چې کمپاین، د منډو سیالي وکړۍ خو د سیالۍ رینګ ته د کارټي او سوک وهنې له لارې یو د بل پر وړاندې مه درېږۍ.
هغه پر نوماندانو غږ وکړ، چې د سیالیو له مشروع کړۍ د باندې پښه کېنږي، ځکه په وینا یې د هېواد شرایط اساس پړاو ته ننوتي، دښمن دواړه طرفه وهي.
د هغه په وینا د ولسمشرۍ د نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ باید د دې سبب نه شي، چې د خلکو تر منځ نفاق رامنځ او دښمن ترې ګټه پورته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل