۰
سرچینې:

قطر کې د سولې خبرې سوکه خو ښې روانې دي، ښايي یوه پایلې ته ورسېږي

یکشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۶
قطر کې د سولې خبرو ته نېږدې سرچینې وايي، دغه خبرې سوکه خو ښې روانې دي او تمه ده، چې یوې پایلې ته به ورسېږي.
قطر کې د سولې خبرې سوکه خو ښې روانې دي، ښايي یوه پایلې ته ورسېږي
قطر کې د سولې خبرو ته نېږدې سرچینې وايي، دغه خبرې سوکه خو ښې روانې دي او تمه ده، چې یوې پایلې ته به ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سوله خبرې له تېرو دریو اونیو راهیسې روانې دي او دا نن یې څوارلسمه ورځ ده.

ویل کېږي تر اوسه په دې خبرو کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارولو، اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو پر مخامخ خبرو بحث کېږي.

خو طالبان وايي، تر دې مهاله یوازې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارولو خبرې روانې دي.

که څه هم د خبرو جزیات تر اوسه نه دي راوتي او نه هم دا معلومه ده، چې تر اوسه کومې هوګړې ته رسېدلي که نه خو دواړه لوري وايي خبرې ښې خوا ته روانې دي.

پرون هم د امریکايي او طالب مرکچینانو تر منځ خبرې له ماسپښین ناوخته پورې روانې وې، خو ډېرې سوکه ولې ښېې خوا ته وې.

سرچینې وايي، د پرون خبرو پر مهال ملا عبد الغني برادر د مرکچیانو خونې ته څېر مه دوه ځل ولیدل شو چې د قطري امنیتي مامورینو له خوا بدرګه کېده.

دغه سرچینې زیاتوي، امریکا تمه لري، چې د طالبانو د باصلاحیته کسانو په حضور کې د پنځم پړاو دا خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.

د سرچینو په وینا طالبان هم هڅه کوي روانې خبرې یوڅه مثبتې پایلې ولري تر څو د دوی د سولې د نوي پلاوي حیثیت او اغېز تر سوال لاندې را نه شي.

د طالبانو د سر چينو په باور د خبرو په دې پړاو کې پر ځینو موضوع ګانو پرېکړه کېږي او ځينې د نورو خبرو لپاره شپږم پړاو ته پاتې کېږي.

سرچینې زیاتوي، دواړو خواوو ټېنګه ژمنه کړې چې د مذاکراتو جزییات به له فیصلې مخکې د باندې نه باسي، تر څو په افغانستان کې د ننه د دوی په ټکو ښکېلو خواوو تر منځ بحث را پورته نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي