د افغانستان د وايي چلند ملي اداره وايي، د پاکستان له فضا تېروېدونکي د کابل – ډهلي الوتنې به له سره پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څه موده وړاندې د هند او پاکستان تر منځ له کړکېچ سره سم اسلام آباد له خپلې فضا هند ته د تلونکو افغان الوتکو مخه ونیوله.
دا الوتنې له تېرو ۹ ورځو راهیسې بندې وې، خو اوس د افغانستان د هوايي چلند ملي اداره وايي، دغه الوتکې به سر له سبا (د مارچ ۱۱مه) بېرته عادلي حالت ته وګرځي.
دغه اداره دا هم وايي، چې د الوتنو له پیل سره سم به د ټکټونو بیه چې دوه چنده لوړه شوې وه بېرته راټیټه شي.
باید و ویل شي، چې د دغه الوتکو د بندېدو پر مهال له کابله – ډهلي ته د ټکټونو بیه له ۲۱۰ ډالرو ۳۵۰ ته پورته شوې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل