۰

ټول ګټو چارو وزارت د کابل – کندهار لویه لار بیا جوړوي

یکشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۳
د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وايي، په پام کې ده، چې د کابل – کندهار لویه لار په دریو پړاونو کې بیا ورغول شي.
ټول ګټو چارو وزارت د کابل – کندهار لویه لار بیا جوړوي
د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وايي، په پام کې ده، چې د کابل – کندهار لویه لار په دریو پړاونو کې بیا ورغول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند مهدي روحاني‌ وايي، اسیايي پراختیايي بانک د کابل ـ کندهار د لوی لارې د بیارغونې لپاره له دغه وزارت سره د ۳۰ میلیونه دالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د یادې لارې د بیا جوړولو لومړی پړاو له میدان ښار څخه تر سیدآباد ولسوالۍ، دوهم پړاو یې له یادې ولسوالۍ تر غزني ښار او درېیم پړوا یې له غزني تر کندهار پورې ده.

مهدي روحاني زیاتوي، د لومړي پړاو چې له میدان ښار تر سیدآباد ولسوالۍ پورې ۳۴ کیلومتره ده قرارداد لاسلیک شوی او په ځینو برخو یې کار هم پیل شوی دی.

نوموړی وايي، دوهم پړاو، چې ۴۰ کیلومتره او درېیم پړاو، چې ۶۲ کیلومتره لار کېږي تخریب شوې ساحې یې رغول کېږي.

د هغه په وینا د پورته ۱۳۶ کیلومتره تخریب شوې ساحې سروې او ډزاین چمتو، تدارکاتي اسناد یې مشخص شوي دي او د پاتې ۳۴۴ کیلومتره ساحې سروې هم جریان لري.

د ټولګټو چارو وزارت وايي، دغه لار چې د افغانستان د حلقوي سړک لویه برخه تشکیلوي، ۴۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري او تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به ورغول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي