۰

یوه ايتوپیايي الوتکه چې ۱۵۷ تنه په کې سپاره و لوېدلې ده

یکشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۴
راپورنه وايي، یوه اېتوپیايي الوتکه چې ۱۵۷ مسافر په کې سپاره و، تر ورکېدو وروسته لوېدلې ده.
یوه ايتوپیايي الوتکه چې ۱۵۷ تنه په کې سپاره و لوېدلې ده
راپورنه وايي، یوه اېتوپیايي الوتکه چې ۱۵۷ مسافر په کې سپاره و، تر ورکېدو وروسته لوېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بویینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه له اېتوپیا څخه کنیا ته بروانه وه، چې له رادارو ورکه شوه.

ویل کېږي په دغه الوتکه کې ۱۴۹ مسافر او ۸ تنه خدمه سپاره و، چې تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

خو د اېتوپیا لومړي وزیر د دغه الوتکې د سقوط له امله د خواخوږۍ پیغام خپرو کړی دی.

په ورته وخت کې اېتوپیايي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه الوتکه تر الوت ۶ دقیقې وروسته له رادار څخه ورکه شوې او آیس بابا په پنځوس کیلومترۍ کې د بشفتو په سیمه کې لوېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د ترکیې یوې الوتکې هم د امریکا د نیویارک د جان اېف کنډي په هوايي ډګر کې د کېناست پر مهال لوېدلې او ۳۲ تنه په کې ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي