د دولتي پوهنتونو استادانو درسي اعتصاب پيل کړی

20 حوت 1397 ساعت 8:12

د افغانستان د پوهنتونو د استادانو اتحادیه وایي، دوی له حکومت او اړوندو ادارو غواړي چې د ملکي لوړو زده کړو د قانون ۳۵ ماده تطبیق کړي.


د افغانستان د پوهنتونو د استادانو اتحادیه وایي، دوی له حکومت او اړوندو ادارو غواړي چې د ملکي لوړو زده کړو د قانون ۳۵ ماده تطبیق کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه استادان په یوه اعلامیه کې زیاتوي له میاشتو او کلونو راهیسې د کادري غړو د امتیازاتو لپاره له قانوني لارو اړوندو ادارو ته تللي دي خو تل ژمنې ورسره شوې او عملي شوې نه دي.

د دوی په وینا سره له دې چې دا پرېکړه ورته سخته ده، خو دوی د حکومتي مسوولینو له لوري اړ شوي چې په اعتصاب لاس پورې کړي.

د پوهنتونونو استادان وايي، تر هغه چې ددوی غږ وا نه ورېدل شي، دوی به په ټول افغانستان کې خپل درسي اعتصاب ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
 
 


د مطلب کود: 114307

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114307/

جمهور
  https://www.jomhornews.com