د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

20 حوت 1397 ساعت 8:18

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پام کې لري، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه وکړي.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پام کې لري، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونډه به نن دوشنبې شپه (د کب ۲۰) نیویارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې تر سره شي.

ټاکل شوې په دغه غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامچي یاماماتو د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه بشپړ رپوټ وړاندې کړې.

دغه غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم ورغلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، ښاغلی محب نیویارک ته رسېدلی او په دغه غونده کې به ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 114308

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114308/

جمهور
  https://www.jomhornews.com