د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار نیویارک ته ولاړ

20 حوت 1397 ساعت 11:04

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته تللی دی.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر وايي، ډاکتر حمدالله محب نن دوشنبې د کب ۲۰ مه نیویارک ته روان شوی دی.

سرچینه زیاتوي، د ښاغلي محب د سفر موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه غونډه کې ګډون دی، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه جوړېږي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبې شپه په نیویارک کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه وکړي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار به هم په کې وینا وکړي.

د ملي امنیت شورا دفتر زیاتوي، چې ښاغلی محب به د دغه سفر په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو له استازو سره هم په جلا جلا ډول وګوري.

دغه غونډه چې د ماښام په ۶:۳۰ بجو پیلېږي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي تدامچي یاماماتو به هم ورشي او د افغانستان د روان وضعیت په اړه به کلي رپوټ وړاندې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی یاماماتو به د افغان سولې د هڅو او امنیت په اړه یادې شورا ته خپل راپور واوروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114323

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114323/

جمهور
  https://www.jomhornews.com