هرات کې د هزاره قوم یو مشر وژل شوی دی

20 حوت 1397 ساعت 11:09

سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو هرات ولایت کې د هزاره قوم یو مشر په ډزو وژلی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو هرات ولایت کې د هزاره قوم یو مشر په ډزو وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وژل شوی قومي مشر علي جمعه محبي نومېږي او په تېرو پارلماني ټاکنو کې نوماند هم وو.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحد ولي زاده وايي، علي جمعه محبي پرون یکشنبې ماښام د هرات ښار په مناره سیمه کې وژل شوی دی.

د هغه په وینا محبي د کور په لور روان و، چې په یاده سیمه کې دوه تنه پر موټرسایکل سپورو ناپېژانده وسله والو پرې ډزې کړې دي.

ترا وسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 


د مطلب کود: 114324

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114324/

جمهور
  https://www.jomhornews.com